Language

کابل کې د حکومت او ولسونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر کابل کې له خلکو سره د همغږۍ په موخه جوړه شوې غونډه کې د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ، ویې ویل چې د خلکو غوښتنو او ستونزو ته حل‌لارې پیدا کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت نن کابل کې له قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري یادې غونډې ته وویل، که حکومتولۍ کې نواقص وي هغه به د اشخاصو وي، خو په نظام کې نواقص نه شته دي.

هغه وایي چې د اسلامي امارت له حاکم کېدو سره هېواد بشپړې خپلواکۍ ته رسېدلی او اقتصادي حالت هم مخ په ښه کېدو دی.

هغه زیاته کړه، هېواد کې به ستونزې وي، خو ورځ تر بلې یې د له منځه وړلو هڅه کېږي او په دې برخه کې صبر او وخت ته اړتیا ده.

نوري زیاتوي: «افغانستان کې ملي یووالی له پخوا، له اجدادو راپاتې دی او له همدې امله مو امریکا ماته کړه، نور یې هم ساتل ضروري دي.»

د نوري په وینا، په بهر کې ځیني هغه افغانان چې د نورو ډولونو ته ګډیږي، د خپلو خلکو لپاره دې له خدایه ووېریږي او پر دې د پوه شي چې نور افغانان نه شي غولولی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال عبدالخالق عابد پر ټولو هېوادوالو د یووالي غږ وکړ او ویې ویل چې د اسلامي امارت ټول چارواکي امرین نه، بلکې خادمین دي.

قومي مخور ډاکټر معین ګل څمکني وویل، له ولسونو سره د حکومتي غونډو ډېرېدو ته اړتیا ده؛ ځکه د ولس او حکومت ترمنځ ستونزې په کې شریکې کېږي او حل‌لارې هم ورته لټول کېږي.

دی وایي، هیله لري چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له خوا د داسې غونډو جوړولو ته ادامه ورکړل شي څو «کومه فاصله چې راغلې» هغه له منځه لاړه شي.

د چارو شنونکي حمیدالله هوتک په نننۍ ناسته کې وویل چې د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې دې د افغانانو حقوق ورکړل شي.

هغه وویل چې د ولسونو غوښتنې دې مشرانو ته ورسول شي او هر څومره چې ژر وي حل دې شي.

هغه زیاته کړه چې اوس په کابل او ځینو ولایتونو کې «خپلسرې چاپې وهل کېږي»

دی وایي، د خلکو غوښتنه دا ده چې د دغه ډول چاپو مخه ونیول شي.

د کابل ولایت یوه دیني عالم شیخ محمدنصیر وویل، په عمل کې د دین په پلي کولو سره د ولسونو په زړونو حکمراني کېدلی شي.

دی وایي، نړۍ له اسلامي امارت سره په لویه جفا کې روانه ده.

د بدخشان ولایت د کوچني پامیر سیمې اوسېدونکي ملا عبدالحق وویل: «د افغانستان هیڅ دولت زموږ ژوند ته توجه نه ده کړې، خو له کله چې اسلامي امارت راغلی موږ له ځینو اسانتیاوو برخمن شوي یو.»

هغه وایي چې کوچني پامیر کې دې زده‌کړو او روغتیایي چارو ته پاملرنه وشي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو سرپرست وزیر وویل چې د غونډې د ګډونوالو ټولې مهمې خبرې یې یادښت کړي او د ولسونو غوښتنونو او ستونزو ته حل‌لارې پیدا کوي.