Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار لسو ولسوالیو کې پر ۳۰۰ جریب ځمکه د ستروس او نورو مېوو باغونه جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د سولې بنسټ په مالي ملاتړ د دغه ولايت لسو ولسواليو کې پر ۳۰۰ جريب ځمکه د ستروس او نورو مېوو باغونه جوړېږي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني د لېندۍ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه باغونه د سولې بنسټ له خوا د کرنې د ودی او کلیو پراختیا پروژې په چوکاټ کې په سره‌رود، چپرهار، شېرزاد، خوږیاڼو، رودات، کوټ، اچین، مومندره، لعلپوره او دره‌نور ولسواليو کې له دوی سره په همغږۍ جوړېږي.

هغه زياته کړه: «دغه باغونه پر ۳۰۰ جریب ځمکه جوړېږي چې د ستروسو، الوچو، ناک او مڼو ونې به په‌کې کېښودل شي.»

د هغه په خبره، دغه ۲۵۰ جریبه عادي او ۵۰ جریبه متراکم باغونه به هغو کسانو ته جوړ شي چې له بڼوالۍ سره لېوالتیا ولري.

متراکم باغونه هغه باغونه دي چې په يو جريب ځمکه کې تر ۶۰۰ پورې نیالګي اېښودل کېږي؛ يعنې که د عادي باغ پر لس جريبه ځمکه څومره نيالګي اېښودل کېږي، هغه د متراکم باغ په يو جريب کې اېښودل کېږي او ډېر حاصلات ورکوي.

د کرنې رياست وياند دغه راز وویل، د سولې بنسټ په ننګرهار کې د بڼوالۍ ترڅنګ د شنو خونو جوړولو، د بڼوالۍ بستو، اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو برخو کې هم له بزګرانو سره مرستې کوي.

بلخوا کروندګر غوښتنه کوي چې دغه باغونه دې د يوې رڼې پروسې له لارې مستحقو کسانو ته جوړ شي او اندېښنه څرګندوي که غیرمسلکي بڼوالو ته جوړ شي، د وخت په تېرېدو به ژر له منځه ولاړ شي.

د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ يو کروندګر عبدالسلام وایي، له دې مخکې هم یو شمېر موسسو غیرمسلکي کسانو ته باغونه جوړ کړي وو چې په ډېره کمه موده کې وچ شول او له منځه ولاړل.

هغه زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې حق حقدار ته ورسېږي؛ بايد داسې چا ته باغ جوړ شي چې پاللی او ساتلی یې شي.»

خو د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني بيا ډاډ ورکوي چې دغه بڼونه به هغو کروندګرو او بڼوالو ته جوړ کړي چې پر شرايطو برابر وي.

د نوموړي په خبره، هغو کرونګرو ته بڼ جوړوي چې خپله کرنیزه او د بڼ جوړولو لپاره مناسبه ځمکه او د خړوبولو لپاره یې اوبه ولري، د دې ترڅنګ دوی ته باید ډاډ ورکړي چې د بڼ ساتنه او پالنه به کوي.

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولايت اوبه او هوا د هر ډول مېوو باغونو او کښت لپاره مناسبه ده او په خبره یې، هڅه یې پیل کړې چې په دغه ولايت کې کرنې او بڼوالۍ ته وده ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.