بامیان (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې د بامیان له والي سره په لیدنه کې د سوداګرو ښځو پر ملاتړ ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د بامیاني ښځو د تولیداتو لپاره له افغانستانه بهر د بازار موندنې هڅه کوو.
د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې یاسمین جسوال تېره ورځ د بامیان له والي سره لیدلي او په دغه ولایت کې یې د لاسي صنایعو د بازار موندنې او له سوداګرو ښځو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د سیمې د تولیداتو د اهمیت او د سوداګرو ښځو د فعالیتونو په اړه وویل چې په دغه ولایت کې د سیمې د اقتصاد ودې لپاره باید له سوداګرو ښځو ملاتړ وشي.
د بامیان والي د لاسي صنایعو د بازار موندنې او سیمه ییزو تولیداتو پر پياوړتیا ټينګار وکړ او له نړۍوالو سازمانونو یې وغوښتل څو له سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي او د هغو د لاسي صنایعو لپاره په سیمه او نړۍ کې بازار موندنه وکړي.
د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې یاسمین جسوال وویل چې ملګري ملتونه د ښځو د وړتیا لوړولو او له سوداګرو ښځو د ملاتړ په موخه اساسي پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې له دې لارې به کډوالۍ او بېرته راستنېدونکي مېرمنې هم تر پوښښ لاندې راشي.
هغې وویل چې ملګري ملتونه د ښځو لپاره د لبنیاتو د پروسس او د لاسي صنایعو برخو کې بازارموندنه او له سوداګرو ښځو ملاتړ برخه کې فعالیت کوي.
دغه راز یادې استازې ویلي چې هڅه کوي چې د نړۍوالو سازمانونو او ملاتړ کوونکو بنسټونو له لارې د ښځو د سیمهییزو تولیداتو لپاره له افغانستانه بهر بازار موندنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو د تولید او پلور لپاره دوه سوداګریز مرکزونه فعالیت لري او سلګونه ښځې دې برخه کې بوختې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP