شبرغان (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (د لېندۍ ۲۳مه) سهار شاوخوا ۶ بجې د شبرغان – خواجه دوکوه ولسوالۍ پر لویه لار یو اکتروس باربري موټر له سراچه موټر سره ټکر کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې د یادې پېښې له امله د سراچې موټر یو مسافر مړی شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپي د درملنې په موخه د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی او د اکتروس موټرچلوونکی د ترافیکو په مدیریت کې تر څارنې لاندې دی.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن