میمنه (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت المار ولسوالۍ په چغاتک سیمه کې یو صراف وژل شوی دی.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال داملا محمدمعاوض پژواک خبري اژانس ته وویل، د نعمتالله په نوم یو کس چې د المار ولسوالۍ د چغاتک سیمې اوسېدونکی و، تېر ماښام له شپږ بجې وروسته په خپل کور کې د یوه کس له خوا په ډزو ټپي شوی و خو روغتون پر لاره یې ساه ورکړې ده.
معاوض زیاته کړه: «مقتول په ټپي حالت کې خپلې مور ته ویلي چې د قمرالدین په نوم کس ورباندې ډزې کړې دی.»
هغه زیاته کړه، د پېښې په تړاو قمرالدین نومی کس نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
د المار ولسوالۍ یو مخور محمدامین وايي، مقتول صرافي کوله او د هغو کډوالو حوالې یې اجرا کولې چې ایران کې کار کوي او ښایي د قتل انګېزه یې هم د پیسو موضوع وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP