ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې د بې پیلوټه الوتکو جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنې نهه کسان وژلي

هند کې د بې پیلوټه الوتکو جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنې نهه کسان وژلي

author avatar
17 Dec 2023 - 22:17
هند کې د بې پیلوټه الوتکو جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنې نهه کسان وژلي
author avatar
17 Dec 2023 - 22:17

اټلانټا (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د هند د مهاراشترا په ایالت کې د بې پیلوټه الوتکو او چاودیدونکو توکو د تولید په یوې فابریکې کې د چاودنې له امله نهه کسان وژل شوي دي.

چاودنه د هند د ناګپور په ښار کې « Solar Industries India » په فابریکې کې شوې ده. کاریګر په کار بوخت وو چې چاودنه رامنځته شوه.

ځایي چارواکي وايي چې په وژل شویو کې یې شپږ ښځې دي.

د دغه ایالت مشر =وزیر دیویندرا فادناویس د خپل اېکس په حساب کې په چاودنې کې د نهوو کاریګرو وژل کېدل تائید کړي.

نوموړي دا یوه خواشینوونکې پېښه بللې ده او ویلي چې حکومت په پام کې لري د قربانیانو له کورنیو سره پنځه میلیون روپۍ مرسته وکړي.

چارواکي وايي چې فابریکې هم د قربانیانو کورنیو ته د دوو میلیون نقدي مرستو د ورکولو اعلان کړی دی.

په دغې فابریکي کې د هند دفاعي ځواکونو لپاره بې پیلوته الوتکې او چاودېدونکي توکي جوړېږي. بولیس وايي د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي. په چاودنې کې درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.

یادونه: په دې خبر کې دامریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.