ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باغیس یو شمېر اوسېدونکو د بشري مرستو د عادلانه وېش غوښتنه وکړه ‎

17 Dec 2023 - 15:08
17 Dec 2023 - 15:08

قلعه‌نو (پژواک،۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ولایت کې بشري مرستې په غیرعادلانه ډول وېشل کېږي، ‎خو مسوولین وايي چې تر اوسه یې په دې اړه کوم شکایت نه دی ثبت کړی او د سرغړوونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

هغوی وايي، د مرستو ډېره برخه د مرستندویه بنسټونو له لوري د خپلوۍ او اړیکو پاللو پر اساس وېشل کېږي.

د باغیس اوسېدونکی ۳۲ کلن سیدمحمود پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د بشري مرستو د ناعادلانه وېش او اړمنو کسانو ته یې له نه رسېدو شکایت کوي.

هغه چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي یې ورپه غاړه ده، وايي چې خپلې کورنۍ ته د یو ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره سهار تر ماښامه په قلعه‌نو ښار کې په کار پسې ګرځي.

هغه زیاته کړه، که څه‌‌ هم چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره څو ځله مرستندویه بنسټونو ته ورغلی، خو تر اوسه یې هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او ادعا کوي چې ډېری مرستې د پېژندګلوۍ له مخې وېشل کېږي او مستحقو کسانو ته نه رسېږي.

نوموړي زیاته کړه: «زه د اب‌کمري له ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو ښار ته راکډه شوم څو وکولای شم د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړم او اوس په یوه کرايي کور کې اوسېږم، که څه هم تراوسه مې څو ځله عریضه کړې، خو هیڅ مرسته نه ده راسره شوې.»

د باغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی غلام‌سخي هم ورته شکایت لري او وايي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره یې څلور میاشتې مخکې غوښتنه کړې، خو تر اوسه هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.‎

هغه هیله لري چې د بشري مرستو د وېش له لړۍ جدي څارنه او د سرغړوونکو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه: «ډېرې مرستې اړمنو کسانو ته نه ورکول کېږي او هغه کسانو ته ورکول کېږي چې واسطه ولري، موږ له دولته هیله لرو چې د ناوړه استفاده‌کوونکو مخه ونیسي.»

له دې ټولو سره سره، د چارو شنونکي په غیرعادلانه توګه د بشري مرستو وېش بهیر دوام خطرناک بولي.

بادغیس کې د پوهتنون استاد عبدالواحد پارسا وايي چې ناکافي مرستې او خلکو ته د مرستو په وېش کې د مرستندویه بنسټونو نه خپلواکي، د دې لامل شوې څو یادې مرستې په غیرعادلانه توګه ووېشل شي.

هغه زیاته کړه چې د مرستو په وېش کې د مرستندویه بنسټونو خپلواکي‎ او د حکومت څارنه، د سیمې له خلکو سره د دغو بنسټونو هم‌غږي، د خلکو شکایتونو ته د رسېدو لپاره د حکومت له لوري د ځانګري ادرس رامنځته کول او د زورواکو مخنیوی د دې ستونزې حل‌لارې دي.

هغه وايي: «مرستندویه بنسټونه باید د سیمې له خلکو سره هم‌غږي ولري او اړمن کسان د خلکو له لارې معلوم کړي او دغه راز د زورواکو لاس لنډ کړي څو د دې ستونزې مخه ونیول شي.»

په همدې حال کې، د بادغیس سیمه‌ییز مسوولین که څه هم په دغه ولایت کې د مرستو غیرعادلانه وېش نه ردوي او نه یې هم تاییدوي، خو وايي، په دې اړه تر اوسه هیڅ شکایت له دوی سره نه دی ثبت شوی.

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع‌الله متقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې اسلامي امارت په بنسټونو کې د شفافیت په تړاو خپل مسوولیت ترسره کړی چې دغه کار د موسسو په کړنو کې شفافیت رامنځته کېدو لامل شوی دی.

که څه ‌هم هغه په ناعادلانه ډول د مرستو د وېش له بهیره بې‌خبري ښيي، خو زیاتوي، اسلامي امارت به د دغه ډول پېښو په لیدو سره له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.

هغه وویل: «اسلامي امارت هڅه کوي څو په موسسو کې شفافیت راولي او ډېر شفافیت هم راغلی، هغه مسوولیت چې د اسلامي امارت اړوند کېږي هم ادا شوی، د اسلامي امارت مسوولین د دې موضوع په جریان کې دي او که خبر شي، ځای پر ځای یې مخنیوی کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت پر مهال هم د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د فساد شتون له امله شکایتونو کېدل.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version