فیضاباد (پژواک،۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د زرمینځلو کارګاه د چت نړېدو له امله یو کس مړ شوی دی.
د بدخشان د پولیسو ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د ماسپښین نږدې دوه بجې یو کس د بدخشان د راغستان ولسوالۍ په خلدسک سیمه کې د زرمېنځلو کارګاه د چت نړېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، د هغه مړی له خاورو ایستل شوی او کورنۍ ته یې ورسپارل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP