غزنيښار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): غزني ته راستانه شوي کډوال د سرپناه ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له ستونزو شکایت کوي، خو مسوولین بیا وايي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه يې یوه کمېټه جوړه کړې ده.
راغلي کډوال بېرته خپل هېواد ته په راستنېدو خوښ دي خو زیاتوي چې اوسمهال د غزني ولایت د مرکز بېلابېلو سیمو کې په کرایي کورونو کې اوسېږي.
راستون شوي کډوال جیلاني پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ له پاکستانه په زور شړل شوي یو، نو مجبور شو چې له خپلو اولادونو سره ډک کورونه پرېږدو او خپل هېواد ته راستانه شو، اوس په غزني ښار کې په یوه کرایي کور کې اوسېږو، ډېر ناچاره یو او له حکومته د مرستې غوښتنه لرو.»
یوه بل راغلي کډوال ګلجان بیا وویل، د راتګ په وخت کې د حکومت او ځينو موسسو له خوا ورسره مرستې شوې، خو دی غوښتنه کوي چي د سرپنا او د کار پیدا کولو په برخو کې هم له دوی سره مرسته وشي.
وروسته له هغه چې پاکستان د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم، غلام خان، انګور اډه، شملزو پاټک او کندهارسپينبولدک له لارو لسګونه هېوادوال هېواد ته راځي.
بلخوا د غزني والي محمدامین جان عمري پژواک ته وویل، دغه ولایت کې له پاکستانه د نوو راستنو شوو کډوالو مېشتېدنې په موخه د ملکي او نظامي ادارو یوه ګډه کمېټه جوړه شوې څو د افغان کډوالو لپاره د اوسېدو او نورو اړتیاوو پوره کولو برخه کې په وخت سره رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، په دې ګډه کمېټه کې د غزني ولایت مقام، استخبارات، قومانداني، د علماو شورا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست، سره میاشت، له طبیعي پېښو سره د مبارزې او د کلیو او پراختیا ریاستونه او یو شمېر نړۍوالې موسسې شامل دي چې له پاکستانه د نوو راغلو کډوالو لپاره منظم پلان چمتو کړي، څو د هغوی د مېشتېدو او ورسره د لومړنیو مرستو برخه کې همکاري وشي.
غزني کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي محمدعمرعادل پژواک ته وویل، غزني ولایت ته تر اوسه شاوخوا زر کورنۍ راستنې شوې او خپلو سیمو ته د دوی نقلیه وسایطو په مرسته رسول شوې دي.
دی زیاتوي: «دلته په ټولو برخو کې ور ته خدمات وړاندې شوي، لکه روغتیایي ټیمونه، چې نارینه او ښځینه ډاکتران په کې مٶظف دي، ټرانسپورټ او نور.»
نوموړي وویل، د دغو زرو راستنو شوو کورنیو له ډلې ۸۰۰ کورنۍ له دوی سره ثبت او راجستر شوې او ډېری نورې داسې کورنۍ هم شته، چې ولسوالیو ته راغلې او له دوی سره ثبت او راجستر نه دي.
هغه وویل، د راستنو شوو کډوالو لپاره د غزني ښار عليلالا دښته کې د موقت وخت لپاره یو پنډغالی هم جوړ شوی چې په یوه وخت کې د پنځه سوو کورنیو ځايولو ظرفیت لري او ټول اړین خدمات به ورته وړاندې کېږي.
هغه زیاته کړه، د راستنو شوو کډوالو نوملیکنه جریان لري او حکومت تصیمم لري چې د هوا په ګرمېدو سره د غزني ښار - ګردېز پر سړک او د روضې کوتل په سیمه کې دوه ښارګوټي چې هر یو به یې د څلورو زرو کورنیو ځایولو ظرفیت لري، ووېشي.
هغه وویل، تر اوسه له راستنو شوو کډوالو سره کومې ځانګړې مرستې نه دې شوې، خو زیاتوي چې مؤسساتو ژمنې کړي، او د کډوالو لپاره یې په ښار کې خیریه صندقونه هم ایښي څو عام خلک له راغلو سره مرستې وکړي.
نوموړي دا هم وویل چې د نوو راغلو کډوالو لپاره د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ، د هغوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینې برابرولو برخه کې پوره هڅې کوي.
دغه راز، غزني کې د نړۍوالو مرستندویو موسسو په استازیتوب د پاملرنې موسسې مسوول دینمحمد صابر پژواک ته وویل، هڅي روانې دي چې راستنېدونکو کډوالو ته (WFP) تر شپږ میاشتو پورې غدایي توکي ورکړي او د پاملرنې موسسه هغو کسانو ته چې کورونه نه لري، تر شپږ میاشتو پورې ورته کورونه په کرایه ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP