Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوړو نړۍوال پروګرام: تر اوسه مو له پاکستانه را ایستل شوو ۲۸۰ زره کډوالو سره مرسته کړې

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې تر اوسه یې له پاکستانه د را ایستل شوو له ۲۸۰زره افغان کډوالو سره نغدي او غیرنغدي مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوالو پروګررام نن (دوشنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، ډېری کډوال د اوسېدو ځای نه لري او نه پوهېږي چې د افغانستان په سخت ژمي کې څه ډول خپل ژوند وژغوري.‎

دغه بنسټ زیاته کړې: «تر اوسه څه باندې ۲۸۰ زره کسانو چې له پاکستانه افغانستان ته راستنېدو ته اړ شوي، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري یې خوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.»

د یادونې ده، له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستلو بهیر له څه مودې راهیسې پیل شوی دی.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې که له پاکستانه په زور را ایستل شوو افغان کډوالو ته سرپناه برابره نه شي، په ژمي کې به له سختو ستونزو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لنډمهاله حکومت کابینې په تازه اقدام هغو بې‌اسناده افغان کډوالو د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د‎ فبروري تر ۲۹مې په هغه هېواد کې د اوسېدو وخت ورکړی چې اروپايي هېوادونو ته د تګ په تکل کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.