کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د څه باندې اتيا ميليون افغانيو په لګښت ټولټال تر دوه کيلومتره ډېر سړکونه قير او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
له دغو سړکونو یو د اتمې حوزې اړوند په کارته نو سیمه کې او درې یې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند په ده دانا، چهلستون او پډوله سیمو کې او جوړ شوي دي.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وويل: «دغه سړکونه چې عرضونه یې متفاوت دي، او طول يې تر دوو کیلومتره پورې دی، د شاوخوا اتیا میلیون افغانیو په لګښت قير شوي دي.»
هغه زياتوي، د يادو سړکونو لګښت د ښاروالۍ له عوايدو ورکړل شوی او له پنځو تر نهو مياشتو په موده کې بشپړ شوي دي.
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ده دانا سړک د پرانیستې پر مهال خبريالانو ته وویل، حکومت په کابل ښار کې د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بېلابېلې پروژې تر لاس لاندې لري.
هغه له کابل ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکار واوسي.
د کارته نو سیمې اوسېدونکي محمدناظم په دې سیمه کې د یاد سړک پر جوړېدو خوښي وښوده، ویې ویل چې مخکې دغه سړک خام و، او د دې ترڅنګ چې هلته دوړې وې، لاره به هم بندېده، خو د یاد سړک په جوړېدو سره دغه ستونزې حل شوې دي.
هغه له کابل ښاروالۍ وغوښتل چې د دغه ډول پروژو پلي کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن