سرپل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د سرپل امنیه قومانداني وايي چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یو سپینږیری د چاقو په ګزارونو وژلی دی.
د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند دینمحمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سپینږیری ۶۰ کلن او د دغه ولایت د مرکز اړوند القاني کلي اوسېدونکی و.
هغه زیاته کړه چې یاد سپینږیری له خپله باغ څخه پر بایسکل کورته روان و چې د ناپېژاندو کسانو له لوري د چاقو په ګزارونو وژل شوی دی.
د هغه په وینا، د دې پېښې په تړاو یک کس چې عصبي ناروغ دی، نیول شوی دی.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن