Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین: د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

چین: د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

author avatar
19 Dec 2023 - 11:46
چین: د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو
author avatar
19 Dec 2023 - 11:46

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د چین ځانګړي استازي د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د چین د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون د دغه وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایوینګ سره په خپل کاري دفتر کې ليدلي دي.

دغه وزارت لیکلي، په دې ناسته کې د ملي دفاع سرپرست وزیر له افغانستان سره د چین د ښو اړیکو او همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې شوې او ورځ په ورځ پیاوړې کېږي.»

سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې یوشیایوینګ په افغانستان کې د بشپړ امنیت او ثبات ټینګښت په اړه د خوشبیني څرګنده کړه او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې د افغانستان له خلکو سره د چین د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

دفاع وزارت لیکلي، په پای کې دواړو لورو، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر دوام او لا پراختیا ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.