Pajhwok Afghan News

د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک،۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو د کم‌عمره لوبغاړو ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانکې په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ترمنځ د کرکټ سیالۍ نن خوست کې پیل شوې چې نهه ورځې به دوام وکړي.

سرچینې ویلي، په یادو سیالیو کې د هېواد له پنځو زونونو شپږ لوبډلې برخه لري او د یو ورځنیو سیالیو په بڼه به ترسره شي.

د دې ادارې معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له بند امیر زون څخه دوه لوبډلې، مس عینک، سپین‌غر، بست او امو زونونو څخه په کې یوه یوه لوبډله ګډون لري.

دغه راز یادې سیالۍ د خوست ولایت د رحمت‌ولي مسرور او خوست تڼیوال پارک کرکټ لوبغالو کې ترسره کېږي چې د ډسمبر تر ۲۹مې پورې به دوام وکړي.

Views: 58

Exit mobile version