Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابلوف: روسیه غواړي له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي
ارشیف

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوادګرۍ کچه لوړه کړي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، امنيتي مسایلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ودې او په سيمه‌ييزو او نړۍوالو فورمونو کې له افغانستانه د روسيې پر ملاتړ هر اړخيزې خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، حقاني په دې ناسته کې د افغانستان او روسيې اړيکې ښې وبللې او ټينګار يې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو لا زيات تګ او راتګ به دوه اړخيزې اړيکې لا پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې راغلی امنيت او ثبات د روسيې په ګډون د ټولې سيمې په ګټه دی.

د کورنیو چارو وزارت لیکلي چې د روسيې ولسمشر ځانګړي استازي په خپل وار د افغانستان امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه وباله او د افغانستان د حکومت هڅې يې وستايلې.

هغه ویلي چې روسيه د افغانستان د حکومت دريځونو ته درناوی لري او ټينګار کوي چې ملګري ملتونه بايد لع افغان حکومت سره په تفاهم اقدامات وکړي.

کابلوف زیاته کړې، هېواد يې غواړي چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.