کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۹۰۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۹۱۹۶ کسان کېږي، د روانې لېندۍ میاشتې له ۲۳مې تر ۲۹مې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکسپاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۳۶۲۷ کسان چې ۶۸۱ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.
دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۵۵۶۹ کسان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.
د راپورنو له مخې، په تېرو څه کم دوو میاشتو کې څه باندې پنځه سوه زره افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوي او ایران او ترکیه هم د ورځې زرګونه افغانان په زور له خپلو هېوادونو را وباسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP