اټلانټا (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د چک جمهوریت په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور کسان ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دا پېښه د لېندۍ په ۳۰مه د پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې کله یو ۲۴ کلن محصل پوهنتون کې ناڅاپي ډزې وکړې.
ځایي امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې په دې ډزو کې ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور ژوبل شوي دي.
ځایي رسنیو خبر ورکړی چې ۲۴ کلن محصل تر ډزو وروسته ځان وژنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، بریدګر د همدې پوهنتون محصل و او پلار یې د همدې ورځې په سهار مړ موندل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP