ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زده‌کړیالانې: ا.ا دې زموږ پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي

زده‌کړیالانې: ا.ا دې زموږ پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي

author avatar
22 Dec 2023 - 10:55
زده‌کړیالانې: ا.ا دې زموږ پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي
آرشیف
author avatar
22 Dec 2023 - 10:55

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): یو شمېر زده‌کړیالانې پوهنتونونو ته د دوی پر تګ د بندیز له یو کال پوره کېدو سره سم د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان بولي او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

له نن څخه یو کال مخکې د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه لوړو زده‌کړو وزارت د یوه فرمان په صادرولو سره تر دویم امر پورې ‎پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

اوس له دغه اقدامه د یو کال په تېرېدو سره – چې له غبرګونونو سره هم مخ شوی –  یو شمېر زده‌کړیالانې د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان او د ټولنې د نیمايي نفوس په حق کې جفا بولي او د هواري غوښتنه یې کوي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د دويم کال محصلې سارا صالحي پژواک خبري اژانس ته وويل: «يو کال تېر شو خو لا هم پوهنتون ته د تګ اجازه نه لرو، پوهنتونونو ته زموږ پر تګ بنديز ما‎ ډېره ځوروي.»

هغې د افغانستان له اسلامي امارته‎ وغوښتل: «زه غواړم چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ټولو نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې پرانستل شي، زه د يوې مسلمانې او افغانې نجلۍ په توګه د شرعي حجاب له مراعاتولو سره ‎کومه ستونزه نه لرم؛ ځکه چې حجاب یو الهی امر دی.»

هغه وايي چې د نجونو پر مخ د پوهې او زده‌کړو د دروازو تړل کېدل د کورنيو او هېواد لپاره د ستونزو رامنځته کېدو لامل کېږي.

سحر نيازۍ چې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم ټولګي زده‌کړیاله وه وايي، له دې بنديز سره به له راتلونکو څو کلونو وروسته په هېواد کې ښځينه ډاکترانې نه وي.

سحر زده‌کړې خپل حق وباله ویې ویل: «هېڅوک حق نه لري، دوی له هغو حقوقو محرومې کړي چې خدای ج ورته ورکړي دي.»

نبيلا د غالب خصوصي پوهنتون د ستوماتولوژۍ‎ پوهنځي د درېيم کال محصله وه چې د لوړو زده‌کړو موسسو ته د نجونې پر تګ بندیز ولګېد.

هغې وويل: «موږ نجونو د جمهوريت پر مهال ‎هم اسلامي حجاب مراعات کاوه؛ ځکه چې حجاب یو الهی امر دی او په هره مسلمانه نجلۍ یې رعایت فرض دی، له تحول وروسته هم ټولو محصلینو حجاب رعایت کاوه، ‎‎زموږ ټولګي څه چې ان زموږ درسي ورځې له هلکانو جلا شوې او زموږ د درسونو د بندېدو لپاره هیڅ دلیل نه و.»

دغې نجلۍ وویل چې ‎په پوهنتون کې درې کاله اول‌نمره وه او زیاته یې کړه: «زه فکر کوم چې که ‎زموږ د زده کړو پروړاندې خنډ ګرځي، ‎نه يوازې موږ او زموږ کورنۍ ته به زيان ورسیږي، بلکې د هېواد پرمختګ ته به هم ‎نه جبرانېدونکی زیان واړوي.»

یادو نجونو د پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو له امله د دوی بې‌برنامه‌ګۍ ته په اشارې وویل، له اسلامي امارته‎ غواړي چې د پوهنتون دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.

يو شمېر کارپوهان او ديني عالمان هم زده‌کړه د هر انسان حق بولي او وايي چې نجونې هم د هلکانو په شان د اسلامي شريعت په چوکاټ کې ‎د زده‌کړو حق لري او دا هغه حق دی چې الله ج دوی ته ورکړی دی.‎

ديني عالم عبدالرحمن صافي وويل، په اسلام کې د علم زده‌کړه ‎پر ښځه او نر فرض بلل شوې ‎او اسلام ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړې ده.

د اسلامي مسایلو کارپوه صالح صدر وايي چې نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي خو زیاته یې کړه،‎ د نجونو ټولګي باید له هلکانو جلا وي، استادان یې باید ښځینه وي، د ټولګیو وخت له یوبل جلا وي او ان نجونو ته دې نوې اسانتیاوې رامنځته شي.‎

له پرله پسې ‎هڅو سره سره ‎‎مو د نجونو محصلینو د یادو غوښتنو په اړه د حکومتي چارواکو نظر ترلاسه نه شو کړای، خو چارواکو له دې مخکې ‎ تل ویلي چې دا بندیز دایمي نه دی او د حل لپاره یې هڅې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.