ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د بشري مرستو لېږلو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د بشري مرستو لېږلو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

author avatar
23 Dec 2023 - 03:13
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د بشري مرستو لېږلو پرېکړه‌لیک تصویب کړ
author avatar
23 Dec 2023 - 03:13

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خوندي توګه د فلسطین غزې ښار ته د بشري مرستو لېږلو د غوښتنې پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

که څه هم په دغه پرېکړه‌لیک کې د سمدستي اوربند غوښتنه نه ده شوې خو په کې د غزې تړانګې ته «بې له ځنډه د سمدستي بشردوستانه مرستو» او «د شخړو پای ته رسېدو» لپاره د شرایطو پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی.

د امریکا غږ د خبر له مخې، دغه پرېکړه‌لیک ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه دایمي غړي؛ د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ممتنع رایه او دیارلس نورو غړو مثبته رایه ورکړه.

د امریکا له خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک د ویټو مخنیوي لپاره خبرې اترې له څو ورځو راهیسې روانې وې.

دغه راز د دغه پرېکړه‌لیک د مسودې متن چې د عربي متحده اماراتو له خوا ترتیب شوی و او له اسرائیل او حماس څخه غزې ته د ځمکې، سمندر او هوا له لارو د بشري مرستو رسولو غوښتنه په کې شوې وه،‌ څو ځلې بدلون وموند او ان په امنیت شورا کې د تصویب لپاره یې څو ځلې غونډې وځنډېدې.‌

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبې وویل: «موږ پوهېږو چې دا یو بشپړ پرېکړه‌لیک نه دی، خو بشري ناورین ته د رسېدو په موخه د بېړنیو اقداماتو لپاره زمینه هواروي.»

په پرېکړه‌لیک له ښکېلو لورو غوښتل شوي چې د ټولو بشردوستانه لارو په کارولو سره د بشري مرستو رسولو لپاره زمینه هواره شي او دغه راز د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی به د مرستو رسولو د همغږي او څارنې په موخه وګومارل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټریش د امنیت شورا پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته وویل چې په غزه کې د بشردوستانه هڅو د خنډ «اصلي ستونزه» د اسرائیلي ځواکونو د برید څرنګوالی دی.

هغه زیاته کړې: «اصلي ستونزه دا ده چې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو طریقه په غزه کې د بشري مرستو د وېش پر وړاندې ستر خنډ رامنځته کوي.»

ګوټریش وویل: «هیله‌من یم چې د نن ورځې پرېکړه‌خلک یې په دې پوه کړي، که چېرې موږ غواړو بشري مرستې په سم ‌ډول واستول شي، نو رښتیني بشردوستانه اوربند ته اړتیا ده.»

ورته مهال، اسرائیل وايي‌ چې د جګړې له پیله راهیسې په خوراکي توکو، اوبو او درملو بار ۵۴۰۰ لارۍ غزې ته تللې دي.

خو مرستندویه ډلې وايي چې دا مرستې یوازې د غزې په تړانګه کې د خلکو د اړتیا یوه برخه وه. بلخوا د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د سرائیل او حماس روانه جګړه د غزې اوسېدونکي د قطحۍ پر لور بیايي.

د دغه پرېکړه‌لیک له تصویب مخکې اسرائیلي ځواکونو د غزې په مرکزي برخه کې د خپلو ځمکنیو بریدونو پراخولو خبر ورکړی و.

په غزه کې د اسرائیل هوايي بریدونو د دوام خبرونه په داسې حال کې ورکړل شوي چې په مصر کې د اسرائیل او حماس د نوي اوربند په اړه په روانو خبرو کې د پرمختګ هیلې هم له مړاوې شوې دي.

اسرائیل پر غزه د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې حماس پر اسرائیل په یو برید کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ زره کسانو ژوند بایللی چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د دواړو خواو ترمنځ د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې حماس له سلو زیات یرغمل خوشي کړل؛ چارواکي وايي، سل نور یرغمل لا تر اوسه له حماس سره دي.

[/restrict]

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.