ګردېز (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): د پکتیا په درېیو ولسوالیو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د چکډیمونو جوړېدو چارې پيل شوې او پاتې نورو ولسوالیو کې به د خلکو اړتیا ته په کتو د سربندونو، کانالونو او یا هم د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مولوي محمدیونس اخندزاده د پکتيا زرمت ولسوالۍ د مکاوې سيمه کې د يوه چکډيم چارو د پيل مراسمو کې وويل چې د ديارلسو ولايتونو په ۱۴۰ ولسواليو کې به يو- یو چکډيم يا د خلکو اړتيا ته په کتو به د يوه چکډيم معادل سربند يا د کانال جوړولو چارې پيل شي.
د نوموړي په وینا، د پکتیا په درېیو ولسوالیو زرمت، روحاني بابا او سیدکرم کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شوې او په پاتې نورو ولسوالیو کې به د خلکو اړتیا ته په کتو د سربندونو، کانالونو او یا هم چکډیمونو جوړولو چارې پيل شي.
نوموړي وويل: «د امارت فيصله دا ده چې په هره ولسوالي کې يو يو چکډيم جوړ شي چې ټولې ۴۲۰ ولسوالۍ راځي؛ دا ۴۲۰ ولسوالۍ پر درېيو وزارتونو تقسيم شوې دي، ديارلس ولايتونه چې ۱۴۰ څلوېښت ولسوالۍ کېږي، دا انکشاف دهات ته ورکړل شوې. نن مو پکتيا کې چې د درېیو چکډيمونو قرارداد شوی، افتتاح وکړه.»
په ورته وخت کې خلک هم د ياد چکډيم د چارو پيل ته خوښ دي.
د مکاوې سیمې یوه قومي مشر تازهخان وویل، یوازې سږ کال په دې ولسوالۍ د اوبو کچه له پنځو تر اتو مترو ښکته شوې ده.
هغه وايي چې د یاد چکډیم جوړېدو ته خوښ دي؛ ځکه تر ډېره به ورسره د خلکو او کروندګرو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
د زرمت ولسوالۍ یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ د لتبن او درنګ د اوبو لویو بندونو جوړولو لپاره هم اقدام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP