کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، هندۍ بورې او روسي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته او د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۲۵۰ څخه ۳۱۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د هغه په وینا، د سالنګ لارې په پرانیستلو او د وارداتو په ډېرېدو سره د کابل ښار په بازارونو کې د قزاقي اوړو او هندۍ بورې بیې ټیټې شوې دي.
خو سرچینه وايي چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر پرچون توکو بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغاني، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
د کابل په تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۳۸۰۰ افغانۍ ده.
خو نوموړی وايي چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له۲۹۵۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته ټیټې شوې ده.
د سرو زرو پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
نفتي توکي
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن لکه تېرې اووه ورځې د یو لېتر پټرولو بیه ۷۶ افغانۍ او د یو لېتر ډیزلو بیه ۶۳ افغانۍ ده.
دغه راز، د کابل ښار کلولهپشتې سیمې یو ګازپلورونکی محمدشریف وایي چې نن لکه تېره شنبه د یو کیلو ګاز بیه ۵۴ افغانۍ ده.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجيحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ په ۲۵مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېدې.
Views: 266
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن