[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): ریاستالوزراء وایي چې د کابینې به دوولسمه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې کندهار کې د جامعه عمر جومات او کابل کې د پنځم مکروریان پروژ پاتې چارې پیل کړي.
د ریاستالوزراء له دفتره د مرغومي په ۴مه د شپې ناوخته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت کابينې دوولسمه غونډه نن د ریيسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د اجنډا پر اساس پر مختلفو موضوعاتو بحثونه وشول او لازم تصاميم ونيول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د کندهار د جامعه عمر مسجد پاتې چارې پیل کړي او د چارو پر مخ وړولو لپاره يې یو باصلاحيته پلاوی وګوماري.
دغه راز د کابينې په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو، چاپېريال ساتنې، اوبو رسونې او کابل ښاروالۍ استازو ته دنده وسپارل شوه چې د پنځم مکروریانو هستوګنيز ښارګوټي پروژې پاتې چارو بېرته پیلولو په اړه دې د ګومارل شوې کمېټې راپور تر نظر تېر کړي او یوه جامع حل لاره دې ورته ولټوي.
سرچینې ویلي، دغه راز د چارو ادارې لوی رياست په سرپرستۍ کې د هغه پلاوي نظر تایيد شو چې د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت د رییل ټایم له سیستمه یې لیدنه کړې وه او پرېکړه وشوه چې یادې چارې باید په چټکۍ سره بشپړې شي.
[/restrict]
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن