کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): یوه خصوصي خیریه بنسټ کابل کې د هغو ۵۰ جوړو د واده ګډ مراسم جوړ کړل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د دغو مراسمو د لګښت توان نه درلود.
دغه مراسم د «سېلاب خیربه بنسټ» له لوري د یادو جوړو د سلګونو خپلوانو په ګډون، نن د کابل ښار په یوه خصوصي هوټل کې ترسره شول.
د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب په دغو مراسمو کې وویل چې دغه بنسټ له ۱۳ کلونو راهیسې افغانستان کې د لوړ ولور او په ودونو کې د بېځایه لګښتونو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.
دی وایي چې ننني مراسم یې د هغو پنځوسو جوړو لپاره جوړ کړي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې په یوازې ځان د واده کولو توان نه درلود.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په نننیو مراسمو له شپږ میلیونه افغانیو ډېر لګښت راځي چې زیاته برخه یې یاد بنسټ او نور یې ځینې خصوصي شرکتونه ورکوي.
د هغه په وینا، په نننیو مراسمو کې هرې جوړې ته د کور د اړتیا وړ۱۶۰ قلمه وسایل هم ورکړل شوي دي.
د ده په خبره، د یادو پنځوسو ځوانانو له کوژې تر شپږو کلونو ډېر وخت تېر شوی او اوس د هغوی خسرګنۍ د یاد بنسټ په غوښتنه ولورونه معاف کړي دي.
محمدکبیر یو له هغو کسانو دی چې شاوخوا شپږ کاله مخکې یې کوژده کړې وه، خو د واده کولو توان یې نه درلود او نن یې د واده مراسم تر سره شول.
هغه له یاد بنسټ او هغو شرکتونو مننه وکړه چې نن یې د واده ګډ مراسم جوړ کړي وو.
ده پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټولنه کې باید لوړ ولور او نور ناوړه رواجونه له منځه لاړ شي څو ځوانان کلونه د واده لپاره انتظار و نه کړي.
احمدزی هم هغه ځوان دی چې نن یې د واده مراسم ترسره شول.
هغه وايي، ډېرې ځوانان د ولور د پوره کولو لپاره سختو او خطرناکه کارونو ته مخه کوي چې یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم وروسته له ډېرې مودې واده کوي.
د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له ۴۰۰ زره تر څه باندې یو میلیون افغانیو ولور اخیستل کېږي او د ولور تر څنګ ډېر نور لګښتونه هم لري.
له همدې امله ځینې ځوانان کوژده نه شي کولای او یا اړ کیږي چې ایران او نورو هېوادونو کې کلونه کلونه کار وکړي څو د واده لګښتونه پوري کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP