مزارشریف، سرپل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سلګونه لېتر الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او بلخوا سرپل کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک د قاچاق مخنیوی شوی او د دواړو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د سرپل پولیسو ویاند دینمحمد نظري وویل چې تېر ماښام ۶ بجې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک سوډا (سودیم هایدروکسید)، ۶۰ بوجۍ چونه او ۵۰ لېتره تېزاب له قاچاقه چې د نشهيي توکو په پروسس کې کارول کېږي، مخنیوی کړی دی.
هغه زیاته کړه، د یادې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي چې غوښتل یې دغه توکي په فلاینکوچ موټر کې غور ته ولېږدوي چې له څېړنو وروسته به د هغوی دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
بلخوا، د بلخ د رسنیو مرکز له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مزارشریف ښار په بابا یادګار سیمه کې د الکولي مشروباتو یوه فابریکه کشف کړې او ۴۰۰ لېتر تېزاب یې هم ترلاسه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې په تړاو دوه کسان چې پلار او زوی دي، د شراب جوړولو پر مهال د الکولي مشروباتو د تولید له تجهیزاتو سره نیول شوي دي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن