بلخ او سرپل کې د کاسټیک د قاچاق او شراب جوړولو په تور څلور کسان نیول شوي
ځایي سرچینې وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سلګونه لېتر الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او بلخوا سرپل کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک د قاچاق مخنیوی شوی او د دواړو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.


