Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ مقام او یو شمېر نورو اړونده ادارو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.

د دغو پروژو د چارو ‎پیل په مراسمو کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي وویل، دا هېواد د ټولو ګډ کور دی، په کار ده چې ټول یې په اخلاص خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د هېواد ابادولو ته بشپړ ژمن دی او د اړتیا په هره برخه کې به خپل هڅي ونه سپموي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته د یادې ودانۍ په اړه وویل، دغه ودانۍ په درېیو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي او د ولسوالۍ مقام ترڅنګ به ګڼ نور مدیریتونه او څانګي هم په کې ځای ولري .

نوموړي که څه هم د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د اداري ساحې لپاره شپږ سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې او په راتلونکي کې به نورې اړوند اداري ودانۍ او بازار هم په کې جوړ شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.