غزني ښار (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): غزني کې د لوړ ټناژ باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او د سړکونو له ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د دغه ولایت د مرکز اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار معياري تله جوړه شوه.
د غزني د ټولګټو رییس مولوي محبالله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه تله د ټولګټو وزارت د لايحې له مخې د نږدې شپږ میلیون افغانیو په لګښت فعاله شوې.
هغه زیاته کړه، د تلې په جوړېدو سره د غزني اړوند د کابل – کندهار لویې لارې ټول وزنونه کنټرول او یاده لویه لار به له تخریبېدو وژغورل شي او دغه راز د زیات وزن له امله د پېښېدونکو ټکرونو مخه به هم ونیول شي.
نوموړي وویل، یاده تله په پنځه جریبه ځمکه کې جوړه شوې چې د ورځې شاوخوا د ۶۰۰ موټرو د وزنولو ظرفیت لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر یاده لویه لار د موټرو وزنونه د هغو په جوړښت پورې اړه لري؛ لوړ وزن د موټر له وزن سره ښودل شوی چې يوازې ۲۴ ټايره ټېلر تر ۶۴ ټنو پورې وزن انتقالولی شي.
د هغه په خبره، له دې وروسته به بار وړونکو موټرو ته چې زیات وزن ولري د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي او له هغو موټرچلوونکو سره چې له ټاکل شوې اندازې ډېر وزن انتقالوي، قانوني چلند کېږي.
نوموړي له ټولو ملي سوداګرو او موټرچلوونکو وغوښتل چې د سړکونو د ساتنې لپاره د ډېر بار له انتقالولو ډډه وکړي.
بلخوا، د غزني اوسېدونکي او پر دې لار تلونکي مسافر او موټرچلوونکي د حکومت د دغه اقدام ستاينه کوي او تمه لري چې د دې تلې په فعالېدو سره به د ډېر وزن لېږد مخه ونیول شي.
یوه موټرچلوونکي جانداد پژواک ته وویل، د دې لویې لارې ډېرې برخې د درانه بار او معیاري تلې نشتوالي له امله ویجاړې شوې.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د لویو موټرو له لوري د نامعیاري او له کچې ډېر وزن مخنیوی وکړي او د لاریو وزن لپاره دې سټنډرډ نورې تلي هم جوړې کړي څو د دې اقتصادي لویې لارې د ویجاړېدو مخه ونیول شي.
د یادي لارې یوه بل ټکسي چلوونکي عزتالله پژواک ته وویل:«پر سړک میلیونونه ډالر مصرفېږي او کلونه وخت نیسي څو بشپړ شي، خو بیا په اسانۍ د درنو او نامعیاري بارونو له کبله د خرابېدو له ګواښ سره مخ کېږي.»
د غزني د ټولګټو ریاست مسولینو په وینا، د یادې تلې ترڅنګ د ټولګټو وزارت لخوا په غزني کې د درېیو نورو تلو نصبولو پلان هم لري.
Views: 143
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن