ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قلندر عباد د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

قلندر عباد د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

author avatar
26 Dec 2023 - 11:40
قلندر عباد د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی
author avatar
26 Dec 2023 - 11:40

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او له دغه هېواده د افغان ګرځندویانو د لیدنې په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر ماهاتیر محمد سره د دغه وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد د لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې د روغتیا برخه کې د تجربو، د سوداګرۍ پراختیا او له مالیزیا د افغان ګرځندویانو د لیدنې په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې ده، د عامې روغتیا وزیر د روان کال د لېندۍ په ۲۶مه په هېواد کې د روغتیا او روغتیایي خدمتونو معیاري کېدو او د نړۍوالو همکاریو جلبولو په موخه مالیزیا هېواد ته تللی دی.

هغه له دې مخکې د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي داتوراحمد عزام سره په لیدنه کې ویلي وو چې د هېواد دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ  خلاصې دي.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.