هرات (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): هرات کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ښار په پنځلسمه ناحیه کې د اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
د هرات ښاروال ملا عبدالرزاق راشد د دې پروژې په پرانیست غوڼده کې وویل چې د دغه ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د شیدايي ۲۲ متره سړک – چې ۵۵۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري- د قیر کولو چارې د ۷.۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې لګښت د هرات د ښاروالۍ ریاست له پراختیايي بودجې ورکول کېږي او ټاکل شوې چې کار یې د قراردادي شرکت له لوري په درېیو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هرات ښاروال د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې په خپل وخت د ښاري خدمتونو او صنفي جوازونو د محصول په ورکولو کې د دغه ښار له پنځلسګونو ناحیو سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دې ادارې اړوند راټول شوي عواید په شفاف او عادلانه ډول د هرات ښار د بیارغونې، پرمختګ او پرختیا برخو کې لګول کېږي.
دغه راز، د هرات ښار د پڼځلسمې ناحیې د شیدايي سیمې اوسېدونکي د یاد سړک پخولو چارو له پیلېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي چې د دغه پروژې په بشپړېدو سره به د دې سیمې اوسېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې ده، روانه اونۍ د هرات ښار په پنځمه او اتمه ناحیه کې د هرات ښارولۍ له لوري د پنځلسنیم میلیون افغانیو په لګښت د دوو نورو سړکونو پخولو چارې هم پیل شوې.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن