Language

تېره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایرانه څه باندې پنځه زره کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۵۰۵۷  کسان کېږي، د تېرې لېندۍ میاشتې له ۳۰مې څخه د مرغومي تر ۶مې پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۱۴۱۱ کسان چې ۲۶۷ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۳۶۴۶ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل غندلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، ګاونډیو هېوادونو د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف په دې وروستیو کې۸۰۰ زره افغانان را ایستلي چې د اسلامي امارت له لوري ورته پر وخت رسېدنه شوې او خدمات ورته وړاندې شوي دي.