Language

د ملي دفاع وزات: هلمند کې یو رنجر موټر او د پنځو بې‌پيلوټه کشفي الوتکو اجزاوې ترلاسه شوي

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وايي، هلمند کې د پنځو بې‌پيلوټه کشفي الوتکو اجزاوې، یو رنجر موټر او یوه اندازه مرمۍ او ماینونه ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د هلمند په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د پنځو بې‌پيلوټه کشفي الوتکو اجزاوې - چې پرزه شوې وې- کشف او ترلاسه کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، نهه فيره د راکټ مرمۍ او اته کړۍ ماينونه هم ترلاسه او په تړاو يې څلور تنه هم نیول شوي دي.

دغه راز، یاد وزارت ویلي چې ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ کې یو عراده رنجر موټر هم ترلاسه کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.