ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ پر نوین، فاروقي او مجیب لګیدلي بندېزونه لرې کړل

د افغانستان کرکټ بورډ پر نوین، فاروقي او مجیب لګیدلي بندېزونه لرې کړل

author avatar
29 Dec 2023 - 02:10
د افغانستان کرکټ بورډ پر نوین، فاروقي او مجیب لګیدلي بندېزونه لرې کړل
author avatar
29 Dec 2023 - 02:10

اټلانټا (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې پر درېیو ملي لوبغاړو یې وروسته له هغه لګیدلي بندېزونه لرې کړل، چې هغوی ادارې سره د پرېکړې بدلولو لپاره اړیکه نیولې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې پر ملي لوبغاړو نوین الحق، فضل حق فاروقي او مجیب ځدراڼ له دې امله بندېزونه لګولي وو، چې هغوی د ملي لوبو پر ځای سوداګریزو لوبو ته ترجیح ورکړي وو.

سرچینې ویلي وو، دغو لوبغاړو د مرکزي قراردادونو له لاسلیکولو ډډه کړې وه.

دافغانستان کرکټ بورډ د مرغومي په اومه، د اماراتو پر وړاندې د ملي لوبډلې د اعلان په خبرپاڼه کې ویلي، چې مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي، د یوه برېښنالیک له لارې ادارې ته مراجعه کړې او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی ښودلی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز دوی د هغې پرېکړې په اړه د تجدید نظر غوښتنه کړې چې د دوی پر وړاندې له دې وړاندې شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو ددې پرېکړې هرکلی کړی  او د افغان کرکټ د ښه والي او پرمختګ په موخه یې د  لوبغاړو دغه ګام ستایلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ادارې مشرتابه هم اړوند کمېټې ته دنده سپارلې چې له هر اړخیزې څېړنې وروسته د یادو درې تنو لوبغاړو د موضوع په تړاو خپلې سپارښتنې او حل لارې ورسره شریکې کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ دغه راز د اماراتو پر وړاندې اعلان شوې لوبډله کې فضل حق فاروقي او نوین الحق ته ځای ورکړی، خو د مجیب ځدراڼ په اړه یې څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې په همدې تړاو خپله لومړۍ خبرپاڼه کې هم ویلي و چې د اړتیا پر مهال به یاد لوبغاړي په پام کې نیسي او د افغانستان د ملي دندې د ترسره کوونکو برخه به وي.

د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې د روانې دسمبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۱مه او دغه راز د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره کېږي.

 

Views: 167

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.