Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ پروژو چارې پیل شوې

پلخمري (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): بغلان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري په ګډون ۱۴ ولسوالیو کې د باراني اوبو مدیریت او ذخیره کولو ۱۵ پروژو چارې پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمدیونس اخوندزاده نن د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د دغه ۱۵ پروژو د پیل مراسمو کې وویل چې حکومت په هېواد کې د پراختیایي پروژو په پلې کولو د ټولو افغانانو لپاره د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو د تقویت او د باراني اوبو مدیریت او ذخیره کولو په موخه یو - یو چکډیم جوړېږي چې لګښت به یې له ۳ میلیون افغانیو ډېر نه وي، خو که د نورو پراختیايي پروژو ترڅنګ دغه پروژې پر وخت پلې شي او سمې مدیریت شي تر یوه بریده به د اوبو کمښت ستونزه ورسره حل کېږي.

د یاد وزارت د برنامو آمر انجنیر اسدالله اعمار په دغو مراسمو کې وویل، د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د باراني اوبو مدیریت او ذخیره کولو او ځمکې لاندې اوبو د تقویت لپاره چکډیمونه او بدیلې پروژې په نظر کې نیول شوي او بغلان دویم ولایت دی چې د دغه پروژو کار په کې پیل کېږي.

دغه راز د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو امر انجنیر وسیم رشیدي پژواک خبري اژانس ته وویل دغه ۱۵ پروژې چې نن یې چارې پیل شوې په راتلونکو دوه‌نیمو میاشتو کې به بشپړې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.