کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي چې په فراه او ارزوګان کې له څه باندې ۵۵۰ کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو او پنجشېر کې له ۲۶۵ کورنیو سره د خوارکي او ژمنیو توکو مرستې وشوې.
د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې له ۵۰۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۶۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د یوه بل خبر له مخې، د فراه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس ملا شېراحمد حقطلب وایي چې په دغه ولایت کې یې له پاکستانه راستنو شوو کورنیو ته چې اوسمهال په یوه پنډغالي کې مېشتې دي، جامې وېشلې دي.
هغه د یادو کورنیو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو له دې مخکې د فراه د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالو چارو امر مفتي احمدشاکر ویلي وو چې تر اوسه ۱۹۰۰ کورنۍ دغه ولایت ته ورغلې چې له ډلې یې ۵۳ په کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د یوه بل خبر له مخې، د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده وایي چې د دغه ولایت په عنابې ولسوالۍ کې د «مسلم هندز» دفتر له خوا له ۲۶۵ کورنیو سره د خوارکي او ژمنیو توکو مرسته وشوه.
هغه وایي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، لس کیلوګرامه وریجې، پنځه لېتره غوړي، پنځه کلیوګرامه لوبیا، یوه کمپله، یو پټو، دوې کورتۍ، یوه د لرګیو بخارۍ او یوه اندازه لرګي ورکړل شوي دي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن