ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب او سرپل کې یو شمېر پروژې پیل او بشپړې شوې

فاریاب او سرپل کې یو شمېر پروژې پیل او بشپړې شوې

سرپل، میمنه (پژواک، ۱۲مرغومی ۱۴۰۲): مسوولین وایي چې فاریاب او سرپل کې د اوبو رسونې پنځو شبکو او د یوه چوک جوړولو چارې بشپړې او دغو ولایتونو کې د شپږو چک‌ډيمونو او یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست مولوي محمدیونس اخندزاده سرپل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اوبورسونې د پنځو شبکو چې دغه ولایت کې د یونیسف دفتر له خوا جوړې شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

هغه د دغو شبکو د ګټې اخیستنې مراسمو کې وویل: «خوښ یم چې زموږ هېوادوالو ته د اوبو رسونې شبکې جوړې شوې، اوبه کور په کور ترلاسه کوي.»

نوموړي وویل چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت هڅه کوي چې د هېواد په هر ګوټ کې د خلکو ستونزې هوارې کړي او په دې لاره کې ښه روان دي.

د سرپل د کلیو پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر کنشکا جلیلي وویل: «موږ په څلورو ژورو څاه‌ګانو او په یوې چینې د اوبو رسونې پنځه شبکې جوړې کړي د اوبو رسولو دا شبکې په سولري سیسټم جوړې شوې او د ۳۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو او کور په کور د اوبو رسولو وړتیا لري.»

هغه وویل چې د اوبو رسولو دا شبکې د سرپل مرکز اړونده سلطان غجر، اچه قلعه، پنجشېر، بیش‌کپه او اوراج کلیو کې جوړې شوې چې د هغو په بشپړېدو سره ۱۴۵۰ کورنیو د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

د سرپل د کلیو پراختیا ریاست د برنامو آمر وویل چې پر دغو پنځو پروژو څه باندې ۱۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د یونیسف دفتر له خوا ورکړل شوي دي.

دغه راز، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست د دغه ولایت د ځایي مسوولینو او خلکو په حضور کې د ۳۷ میلیونو افغانیو په ارزښت په سانچارک ولسوالۍ کې د شپږو چک‌ډیمونو جوړولو پروژې د بنسټ ډبره کېښوده، او ویې ویل چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولګټو او پرمختیايي پروژو عملي کولو ته مصمم دی او هېوادوال دې ډاډه اوسې چې کابینه په ټولو برخو کې په ريښتني ډول خدمت کولو ته چمتو ده.

د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه وویل چې سرپل کې دا لومړۍ پروژه نه ده چې کارونه یې پیلېږي، د نفتو او کانونو استخراج او د ابراهیم سلطان درې د ابګردان بند هغه پروژې دي چې کارونه یې مخکې پیل شوي دي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت شپږو ولسوالیو کې د ۳۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د شپږو چکډیمونو چارې هم پيل شوې او بودجه یې د حکومت له خوا ورکول کېږي، دا چکډیمونه ۱۰۶ متر اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري چې ۴۰ زره مترمکعبه اوبه ذخیره کوي، د دغو پروژو کارونه به په دوه‌نیمو میاشتو کې بشپړ شي.

مسوولین د دغو پروژو د تطبیق موخه د باران د اوبو مهارول او د هغو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو تقویت بولي.

بلخوا، د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د خصوصي سکټور له لوري د یوه چوک جوړېدو چارې پیل شوې وې چې تېره ورځ د کرنې وزارت سرپرست د دغه ولایت د ځایي مسوولینو او ځينو سوداګرو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د یوه بل چوک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د اندخوی ښاروال داملا عتیق‌الله کریمي وویل چې د دغه چوک د جوړولو کارونه شپږ میاشتې مخکې د اندخوی ولسوالۍ په سوېل کې پر جوزجان لویه لار پیل شوي وو.

هغه وویل، د یاد چوک له پرانیستې سره همهاله د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې وزارت او د دغه ولایت د مقام له خوا د یوه بل چوک ډبره د اقینې ـ اندخوی پر لاره هم کېښودل شوه چې څلورو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي، دا چوک هم د خصوصي سکټور له خوا جوړېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاوالله عمري له «یما پټرولیم» شرکته د دغه چوک د جوړولو له امله مننه وکړه، ویې ویل چې افغانستان کې جنګ پای ته رسېدلی، امنیت ټینګ شوی او هغه سوداګر چې له هېواده بهر فعالیت کوي خپل هېواد ته دې راشي او د خپل هېواد په ودانۍ او ځان بسیاینې کې دې برخه واخلي.

د فاریاب والي داملا محمدشعیب رسالت وایي چې د هېواد د ابادۍ او ودانولو جهاد په سوداګرو او شرکتونو پورې اړه لري.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.