Language

والي: کابل ښار کې د څښاک اوبو ستونزه باید حل شي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د کابل والي وایي چې د اسلامي امارت رهبري دې د کابل ښاریانو د څښاک اوبو او ځوانانو ته د کار پیدا کولو په موخه د لویو پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د کابل له والي ملا امین‌الله عبید سره وکتل.

په دې لیدنه کې د کابل والي ویلي چې امنیتي مسوولین د ښاروالۍ له مسوولینو سره په همغږۍ ښاریانو ته د اسانتیاوو او غوره خدماتو برابرولو برخه کې تل هڅې کوي.

سرچینې ویلي، والي په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له رهبرۍ وغوښتل: «د کابل ښاریانو د څښاک اوبو ستونزې لرې کولو او د هېواد ځوانانو ته د شغلي فرصتونو برابرولو په موخه دې د لویو پراختیایي پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.»

دغه راز په دې لیدنه کې حنفي ویلي، د اسلامي امارت سیمه‌یيز مسوولین د امنیت ټینګښت او ټولنیزې هوساینې رامنځته کولو مکلفیت لري او لازمه ده چې په دې برخه کې هڅاند و اوسي.

حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبري هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د څښاک اوبو کموالي ستونزې د حل او د لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره ډېرې هڅي او کوښښونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې وچکالي ډېره شوې او د کابل ښار په ګډون په ولایتونو کې هم خلک د اوبو کموالي له ستونزې سره مخ دي.