مهترلام (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان په دولتشاه ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۶۰۰ اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان د کلیو، پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدظاهر زرکمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده مرسته نن د دغه ریاست له لوري پر ۱۶۶۸ کسانو وېشل شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې هرې کس ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴.۵ کیلوګرام غوړي، ۶ کیلو دال او یونیم کیلو مغزي حلوا شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP