Pajhwok Afghan News

ملا برادر: د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵۰۰ لویو او کوچنیو پروژو چارې روانې دي

کندهار (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کندهار کې د یوه جومات د جوړېدو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، د بدخشان په واخان کې د افغانستان او چین نښلوونکي سړک په ګډون د هېواد په کچه د ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یوه جومات د جوړېدو چارو د پیل پر مهال وکړې او یاد جومات د ۳۵ میلیونه او څلور سوه زره افغانو په لګښت د ټولګټو وزارت له لوری جوړېږي.

هغه وویل چې اسلامي امارت په ضعیف اقتصاد د هېواد په کچه د ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې کړي چې په دغو پروژو کې یوه هم د بدخشان ولایت په واخان کې د هغه سړک جوړېدل شامل دي چې افغانستان له چین سره نښلوي.

د هغه په خبره چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به پر دغه لار د چین او افغانستان ترمنځ تګ راتګ پيل شي او دا به یوه ښه سوادګریزه لار وي.

د ټولګټو چارو سرپرست وزیر محمدعیسي ثاني هم په دغه غونډه کې وویل، په ټول افغانستان کې ۷۵ دغه ډول جوماتونه جوړېږي ‎ چې دوی یې نن د بنسټ ډبره کېښودله چې له ډلې به يې څلور په کندهار کې وي.

Views: 69

Exit mobile version