ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې لسګونه میله پاکستانۍ وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

پکتیا کې لسګونه میله پاکستانۍ وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

author avatar
3 Jan 2024 - 15:25
پکتیا کې لسګونه میله پاکستانۍ وسلې کشف او ترلاسه شوې دي
author avatar
3 Jan 2024 - 15:25

ګردېز (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ لسګونه میله غیرقانوني پاکستانۍ وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.

د پکتیا د امنيې قوماندانۍ له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په سرحدي ډنډپټان ولسوالۍ کې ۲۰ میله پاکستانۍ تمانچې او پنځه میله پاکستاني اېم‌فور ټوپکونه کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچینه وايي چې دغه وسلې له ډنډپټان ولسوالۍ څخه څمکنیو ولسوالۍ ته لېږدول کېدې چې کشف او ترلاسه شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو وسلو قاچاق کوونکی له سیمې تښتېدلی خو امنیتي ځواکونو يې د نیولو هڅې پيل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ډنډپټان ولسوالۍ کې یو شمېر قاچاقي وسلې نیول شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.