ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان کې د زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲ ته ورسېد

جاپان کې د زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲ ته ورسېد

author avatar
3 Jan 2024 - 11:49
جاپان کې د زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲ ته ورسېد
author avatar
3 Jan 2024 - 11:49

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): د جاپان چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په ایشیکاوای ولایت کې د تېرې دوشنبې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲ ته رسېدلی دی.

اسوشیټېډ پرېس د ایشیکاوای ولایت چارواکو په حواله نن راپور ورکړی چې ډېره مرګ‌ژوبله د دغه هېواد په واجیما او سوزو ښارونو کې اوښتې ده.

د چارواکو په وینا، د یادې زلزلې له امله څه باندې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې د پلټنې او ژغورنې عملیات دوام لري.

د جاپان د هواپېژندنې ادارې ویلي، له لومړۍ زلزلې وروسته یې شاوخوا ۱۴۰ نور ټکانونه تشخیص کړي او خبرداری یې ورکړ چې ښایي په راتلونکو ورځو کې تر دې سختې زلزلې وشي.

د ریښتر په کچه ۷.۶ درجې یادې زلزلې په پایله کې چې وړمه ورځ (د مرغومي ۱۱مه) د جاپان شمال لور ته په هوکایدو ټاپو کې وشوه، ډېر شمېر ودانۍ ویجاړې شوې، سړکونه تړل شوي او د زرګونو کورنیو برېښنا پرې شوې ده.

جاپان هغه هېواد دی چې ډېرې زلزلې په ‌کې کېږي او هر کال شاوخوا یو زر او ۵۰۰ د زلزلې ټکانونه په‌ کې رامنځته کېږي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.