خوست ښار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د خوست ولايت په غلام خان بندر کې د لويو بار وړونکو موټرو لپاره د بشپړو انسانتياوو په درلودلو سره په ۱۰۰ جريبه ځمکه کې تم ځای جوړ شو.
د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د مرغومي به ۱۴مه، ددې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې پر دې پروژې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
قانت زیاته کړه، چې د یاد تم ځای په جوړېدو سره به د غلام خان بندر په اوږدو کې د بار وړونکو موټرو د پارکینګ ستونزه حل شي.
نوموړي همدا راز وویل چې په دغه تم ځای کې اداري خونې، د تم ځای هموارکاري، د ساتوونکوخونې، اوبو او برېښنا سیستم او نور اړین ملحقات شامل دي.
د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د تفتیش رییس شیخ محمد چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل، دوی د هېواد د ځمکني ټرانسپورټ د بیارغونې لپاره ډېرې هلې ځلې کوي او په دې برخه کې په مختلفو ولایتونو کې ۴۰ پروژې تر کار لاندې دي.
هغه زیاته کړه، چې د خوست په هوایي ډګر کې هم نن یوه پروژه پرانیستل کېږي او د خوست د هوایي ټرانسپورټ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو چارې هم پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP