ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ا.ا د ایران کرمان کې پرونۍ چاودنې وغندلې

ا.ا د ایران کرمان کې پرونۍ چاودنې وغندلې

author avatar
4 Jan 2024 - 11:54
ا.ا د ایران کرمان کې پرونۍ چاودنې وغندلې
author avatar
4 Jan 2024 - 11:54

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ښار کې د تېرې ورځې دوې چاودنې چې د هغه هېواد یو شمېر وګړو ته په‌ کې مرګ‌ژوبله واوښته، غندلې دي.

پرون د ایران په کرمان ښار کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په پار جوړو شوو مراسمو ته نږدې، په دوو چاودنو کې ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

قاسم سلیماني څلور کاله مخکې په عراق کې د امریکايي ځوانونو په هوايي برید کې ووژل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله ايکس‌پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د ایران دولت ته او په ځانکړې توګه د دغو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

د دغو بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر د یادو چاودنو پړه پر اسرائیلو اچولې ده.

د یادونې ده، اسرائیلي چارواکو تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.