فراه ښار (پژواک ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د فراه ولایت امنیتي مسولین وایې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا د مرغومي په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو د بالابلوک ولسوالۍ په آب خرما سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، په یاده سیمه کې یو ټېلر له پاسو موټر سره ټکر چې له امله یې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې یې دوه ښځې دي.
سرچینې ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ټېلر موټر چلوونکی نیول شوی دی.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن