ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېر میلادي کال کې هېواد ته د قاچاقي درملو واردات ۸۰ سلنه کم شوي»

4 Jan 2024 - 14:50
4 Jan 2024 - 14:50

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، تېر ۲۰۲۳ میلادي کال یې د هېواد په کچه د ۶۷۰۰ قلمه درملو او ۷۰۰ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو خوراکي توکو راټولولو او سوځولو ترڅنګ، د کابل ښار په کچه څه باندې ۸۹۰ درملتونونه‎ تړلي دي.

د درملو واردات

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د معلوماتو له مخې، تېر زېږدیز کال کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت درمل له بهره هېواد ته وارد شوي چې له دې ډلې د څه باندې ۷۸۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت درمل په قانوني او پاتې نور په غیرقانوني ډول هېواد ته راوړل شوي دي.

هغه هېواد ته په قاچاقي ډول د درملو وارداتو ته په اشارې وویل چې په ۲۰۲۳ مېلادي کال کې هېواد ته د قاچاقي درملو واردات تر اتیا سلنې کم شوي دي.

په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې کابل کې د سلګونو درملتونونو تړل کېدل

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند ډاکتر جاوېد هژیر نن (د مرغومي ۱۴مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر مېلادي کال کې د کابل ښار په کچه ۶۳۲۷ درملتونونه د دې ادارې له لوري ځېړل شوي دي.

هغه وویل، د څېړل شوو درملتونونو له ډلې ۵۱۵۷ یې د ورځې او ۱۱۷۰ نور د شپې له لوري کتل شوي دي.

هغه وايي چې د یادو درملتونونو له منځه، ۸۹۳ یې د خپل‌سري فعالیت او جواز، فارمسست او د شپې نوکري‌وال نه درلودو او په درملتون کې د ننه د معاینه خونې جوړولو له امله مهرلاک شوي دي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د تړل شوو ۸۹۳ درملتونو له منځه،۴۰۲ یې د شپې د نوکري‌وال نه درلودو او ۳۵۴ نور یې د فعالیت جواز نه درلودو له امله تړل شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغه کال کې د ترسره شوو څېړنو پایله کې د حفظ الصحې نه مراعاتولو له امله ۳۱۲ درملتونونو ته د سپارښتنو پاڼې ورکړل شوې دي.

د سلګونه ټنه بېکیفیته او تاریخ‌تېرو درملو او خوراکي توکو له منځه وړل

د هژیر په وینا، په دغه کال کې په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو ۶۹۹۷ قلمه ډول ډول تاریخ‌تېر وارد شوي درمل هم راټول او سوځول شوي دي.

سرچینې زیاته کړه، په دغو درملو کې انټي‌بیوټیک، انلجزیک، د درد ضد، عصبي، د حساسیت درمل او ویټامینونه شامل دي چې ډېره برخه کې د تقویې او معدې درمل تشکیلوي.

د هغه په خبره، په غیرقانوني ډول ډېری درمل له پاکستان، ایران، هند، عربستان، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو وارد شوي دي.

نوموړی وايي چې تېر مېلادي کال کې د مرکزي لابراتوار په وسیله د نږدې د ۶۰ زره ډوله درملو او خوراکي توکو کیفیت تثبیت شوی دی.‎

د سرچینې په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۷۰۰ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکې د هېواد له مرکز او ولایتونو راټول او سوځول شوي دي.

هژیر زیاته کړه، په سوځول شوو خوراکي توکو کې ډول ډول لبنیات، حبوبات او خواږه شامل دي چې د استفاده کوونکو د روغتیا لپاره خطرناک وو.

هغه څرګنده کړه چې که له یادو بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو او خوارکي توکي استفاده شوې وای، نو د کاروونکو د روغتیا لپاره به خطرناک تمام شوي وای.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version