ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
5 Jan 2024 - 15:33
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
5 Jan 2024 - 15:33

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني د قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

یاده دښمني د نازیانو ولسوالۍ اوسېدونکو محمد کتاب او عقل محمد د کورنیو ترمنځ د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه.

د نازيانو ولسوالۍ امنيه قومندان ملا ابراهيم خيرالله په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې مسلمانان ټول سره وروڼه دي او ننګرهار د جرګو کور دی، باید د دا ډول ستونزو د هواري په موخه قومي مشران لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

امنيه قوماندان پر دواړو لورو غږ وکړ چې له دې وروسته دې له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي او تېرې بدۍ او شخړې دې هېرې کړي.

د نازیانو قومي مخورو له دواړو کورنیو تعهد واخیست او ویې ویل چې له دې وروسته که هر هر لوري بل ته ستونزه جوړه کړه، له کلي او کور به شړل کیږي او قوم به ورسره راشه درشه پرېږدي.

د دوی له ډلې قومي مشر ادروګل شينواري وويل چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې یې به دغه ډول ټولې دښمنې او شخړې هواروي.

په پای کې د عقل محمد او محمدکتاب کورنیو خوښي وښوده چې د کړاوونو او ستونزو له ډک ژونده نه خلاص شول او له دې وروسته به له یو بل سره د وروګلوۍ په فضا کې ژوند کوي.

تېرو دوو کلونو کې ننګرهار کې د قومي منځګړتوب له لارې لسګونه دا ډول دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.