کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټیم له لوري «ماغزو تومور» پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
د ملي دفاع وزارت پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، یاد عملیات د دغه وزارت اړوند د روغتیایي چارو قوماندانۍ ډاکترانو او متخصصینو د هڅو په پایله کې او د پرمختللو عصري طبي ماشینونو او وسایلو په لرلو سره د عصبي جراحي ټیم له لوري د محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د ماغزو تومور پيچلي عملیات په بریالیتوب سره تر سره شول.
سرچینې زیاته کړې، اوسمهال د یاد ناروغ روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ او ښه دی.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال د تېرې تلې میاشتې په ۲۸ مه ورته عملیات د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټیم له لوري ترسره شوی وو.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن