ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي

کابل ښار کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي

author avatar
6 Jan 2024 - 23:07
کابل ښار کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي
author avatar
6 Jan 2024 - 23:07

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې پر یوه کاسټر موټر د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د مرغومي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه نن له ماښام وروسته شاوخوا شپږنیمې بجې د شپږمې حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سپرلیو پر یوه کاسټر موټر کې چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، له بده مرغه دوه تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.»

د ځدراڼ په وینا، ټپیان روغتونونو ته رسول شوي او د پېښې په اړه د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي.

د داوود په نړن د دشت برچي یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې چاودنه په قلعه ناظر سیمه کې د سپرلیو پر یوه ښاري بس (کاسټر) شوې وه.

هغه زیاته کړه چې له چاودنې وروسته موټر اور واخیست خو د اطفایې له راتلو وروسته اور مهار شو.

دی وایي چې ګڼ شمېر کسان په امبولانسونو کې ولېږدول شول خو د مرګ‌ژوبلې شمېرې په اړه یې معلومات نه درلودل.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

[/restrict]

Views: 521

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.