فراه (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): فراه ولایت کې نن سهار نهه بجې د دغه ولایت شیخ ابوالنصر فراهي بندر ته پر لاره د ترافیکي پیښې له امله ۶ کسان مړه شوي دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د فيلډر او بار وړونکي اکسور موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، ټول مړه شوي کسان د فیلډر موټر سپرلي وو.
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن