[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲) د کندهار امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت سپینبولدک ولسوالۍ اړوند په دوستمحمد کلي کې د نشهيي توکو یوه فابریکه کې اورلګېدني له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د سپینبولدک امنیه قوماندان مولوي محمود وایي، دغه پېښه نن (دوشنبه) له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د نشهيي توکو دې فابریکې پټ فعالیت درلود.
د نوموړي په خبره، په پېښه کې درې کسان سوځېدلي او یو کس مړ شوی دی، سوځېدلي کسان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د سپینبولدک امنیه قوماندان وایي، د دې فابریکې مالک له سیمې په تېښه بریالی شوی خو امنیتي کسانو یې په اړه پلټنې پیل کړې څو ونیول شي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري.
د کندهار په ځينو ولسوالیو کې د نشهيي توکو دې ته ورته فابریکې چې مخکې یې فعالیت درلود، د امنیتي کسانو له خوا له منځه وړل شوې دي.
[/restrict]
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن