ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا ته له پاکستانه راستنې شوې ۷۰۰ کورنۍ خپلې سرپناوې نه لري

پکتیا ته له پاکستانه راستنې شوې ۷۰۰ کورنۍ خپلې سرپناوې نه لري

author avatar
8 Jan 2024 - 11:52
پکتیا ته له پاکستانه راستنې شوې ۷۰۰ کورنۍ خپلې سرپناوې نه لري
author avatar
8 Jan 2024 - 11:52

ګردېز (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): په دې وروستیو کې پکتیا ته له پاکستانه ۱۲۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې چې له دې ډلې ۷۰۰ کورنۍ خپلې سرپناوې نه لري او په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغو کورنیو له ډلې ځینې یې د مرکز ګردېز په کرایي کورنو کې استوګنې شوې دي او وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای سرپناوې جوړې کړي.

د هغوی له ډلې فریدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د احمدابا ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، خو په کلي کې خپل کور او ځمکه نه لري او اړ شوی چې د مرکز ګردېز په یوه کرايي کور کې ژوند وکړي.

نوموړي وویل چې د ژمي په رارسېدو سره د سون او خوراکي توکو برخو کې هم مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «مرکز ګردېز کې مې په ۲۵۰۰ افغانۍ کور کرایه نیولی. ژمی دی، سون توکي نه لرو کاروبار هم نه لرم، له حکومت او موسسو غواړم چې را سره مرسته وکړي.»

دغه راز یوه بل راستون شوي کډوال خان‌محمد پژواک ته وویل چې یوه کلیوال يې له کرايې پرته خپل کور ورته د اوسېدو لپاره ورکړی دی.

خان‌محمد وویل: «کله چې په باډر را واوښتو هلته یې لس زره افغانۍ او یو څه نوره مرسته راکړه، وطن ته راغلم دلته مې خپل کور نشته، اوس مې د بل چا کور کې اړولي دي.»

یو شمېرو نورو تازه راستون شوو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې د سرپناه او په نورو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

بلخوا د پکتیا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حبیب‌الله شهیدزاده پژواک ته وویل چې تر اوسه له پاکستانه دغه ولایت ۱۲۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

هغه وايي چې د یادو کورنیو له ډلې ۷۰۰ کورنۍ خپلې سرپناوې نه لري، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ژمنه کړې چې دوه سوه کورنیو ته یې سرپناه جوړوي.

د پاکستان د لومړي وزير انورالحق کاکړ له پرېکړې سره سم د تېر کال نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل شوې ده.

د اسلامي امارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له یادې نېټې تر اوسه څه باندې نیم میلیون افغانان له پاکستانه رایستل شوي دي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.